د کندﺯ حوﺯوي برېښنا رياست د عوايدو ساتنې ټيم لخوا تېره شپه د کندﺯ مرکز په اووه ګونو ښاري سرګروپيتونو اړوندو ساحو کې د پوروړو پيردونکو برېښنا مزو پرې کېدو عمومي حشر په تر څ کې د لسګونو پوروړو پيرودونکو برېښنا پرې شوه ، لومړۍ ښاري سرګرو پيت کې ۲۱ پايې مېټر ، دوهم ښاري سرګروپيت کې ۶۲ پايې مېټر ، درې يم ښاري سرګروپيت کې ۸۳ پايې مېټر ، څلورم ښاري سرګروپيت کې ۳۱ پايې مېټر ، پنځم ښاري سرګروپيت کې ۳۳ پايې مېټر ، شپږم ښاري سرګروپيت ۴ پايې مېټر ، او وهم ښاري سرګروپيت کې ۲۵ پايو مېټرونو بر ېښنا پرې شوه ، چې چې مجموعه شمېر يې ۲۵۹ مېټرونه کيږي.

د يادونې وړده د برېښنا مزي پرې کېدو او شپنۍ څارنې دا لړۍ به راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومې ، مونږ له ټولو درنو پيرودونکو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو چې د برېښنا بهېر ډاډ منتيا په موخه مو د برېښنا اړونده بِلان په اړوندو بانکونو کې مخکې له دې چې ستاسو برېښنا مزی پرې شې تحويل ، او خپل پورونه مو تصفيه کړئ.

Share.