رویټرز خبري اژانس د رفح ښار د روغتیايي کارکونکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي توغندي د غزې په تړانګه کې د یوه روغتون په بیړنۍ څانګه لګیدلي دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د وروستیو بمباریو له امله په رفح کې د خوراکي توکو د ویش بهیر هم درول شوی او په خان یونس سیمه کې جګړه دوام لري.