د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د غور د سیلاب‌ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې له خپل شویو سره ۲۵ ټنه بشري مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي، جمشید تنولي پرون چهارشنبې ویلي چې له ځینو ستونزو سره سره د مرستندویه موسسو په همکارۍ سیلاب‌ځپلو ته بیړنۍ مرستې رسول شوې دي.‎

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا چې په دې بشردوستانه مرستو کې د روغتیايي توکو بستې، څادر او د لمریزې برېښنا څراغونه شامل دي.

Share.