پرون د تورخم له لارې ۶۲، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۲۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۲۰۲ راستنو شويو ته وړيا سيمکارتونه وېشل شوي، ۱۰ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.