د ننګرهار مسوولین وایي، چې د جلال اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په یوه هدیر کې اور لګېدلی. د دې ترڅنګ د بټي کوټ ولسوالۍ د «باریکاب» په دویم او درېیم فارم کې هم ورته پېښه رامنځته شوې ده.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالبصير زابلي ویلي چې د بټي کوټ ولسوالۍ په دویم او فارم کې د غمنو او بوسو په زېرمو کې اورلګېدلی، خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی دی.

د ښاغلي زابلي په وینا چې په دې اورلګېدنه کې یو سل او ۲۳ زره افغانیو په اندازه زیان اوښتی، خو د ۸۰۰ زره افغانیو زیان مخه نیول شوې ده.

Share.