د ا.ا د انرژی او اوبو وزارت د کمال خان بند د توربینونو د بریالۍ ازموینې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي ۲۱مه) په خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د کمال خان بند د برښنا د تولید د توربینونو او ټرانسفارمرونو د ازموینې لومړنی پړاو بشپړ شوی دی.
د دغه راپور له مخې، لومړنۍ ازموینه بریالۍ وه او د کمال خان بند توربینونه او ترانسفارمرونه له نصبولو وروسته د ازموینې په توګه فعال شول.
د يادونې ده، چې د کمال خان بند څخه د برېښنا د توليد د پاتې کارونو تر بشپړېدو وروسته به د دغه بند د برښنا توربينونه په دايمي توګه فعال شي.