د غزني مسوولان وایي، د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند بایللی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د مقر ولسوالۍ اړوند په «کمپنۍ» سیمه کې شوې او یو کس پکې ژوند بایللی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د موتورسایکل او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې او موتورسایکل چلوونکي روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړې ده.