ملګرو ملتونو اسراییلی پوځ د جګړې پر مهال د ماشومانو له حقونو د سرغړونې له امله تور لیست ته غورځولی او هغه یې په غـ.زه کې د ماشومانو له حقونو ستر سرغړوونکي بللي دي.

فرانس پرس پرون سې‌شنبې د جون ۱۱مه ناوخته په یو راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د اسراییلي پوځ پر وړاندې دا اقدام کړی دی.

بلخوا رویټرز هم په یو ورته راپور کې لیکلي چې اسراییلي پوځ پر ښوونځیو او روغتونونو د پرله‌پسې بریدونو له امله د ملګرو ملتونو له ورته اقدام سره مخ شوي، خو په دې لیست کې د حماس په ګډون یو شمېر نورې ډلې هم شاملې دي

Share.