د کېنیا پارلمان لخوا د ‘مالیې لوړېدو’ طرحې له پاس‌کېدو وروسته په یاد هېواد کې د حکومت ضد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي. د راپورونو له مخې، تر دې دمه د پنځو کسانو وژنه تایید شوې ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا نښتې د دغه افریقايي هېواد د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ شوې او ګڼ‌شمېر کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

بلخوا د کېنیايي پولیسو او قهرجنو لاریونوالو ترمنځ د نښتو له امله د مرګ‌ژوبلې د لوړېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې ملتونو پر دې نښتو اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د پایته‌رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

Share.