د اروپا د ملتونو د جام ۱۶ پړاو سیالیو په لړ کې د جرمني پولیسو ویلي، د ترکیې فوټبال د لوبډلې له بریا نمانځلو پرمهال یې ۱۹ تنه ترکي مینهوال نیولي دي.
د نړیوالو رسنیو راپورونو ورکړي چې څه باندې ٣زره ترکي مینه والو له لوبې وروسته د «ګولزین کرشن» په واټونو کې په نڅا او د دغه هېواد له پولیسو سره په نښتې ونمانځله او په پایله کې يو پولیس سخت ټپي شوی دی.
د سیمهییزو پولیسو قوماندان «ټيم فرومایر» په وینا چې د ترکیې لوبډلې مینهوالو ګڼهګوڼه په ښار کې ګډوډي جوړه کړې وو.
د یادولو ده چې د اروپا د ملتونو د جام ۱۶ پړاو سیالیو په لړ کې راتلونکې شنبه په ورځ د ترکیې لوبډله د پایلوبې په څلورمه نيمايي کې د هالنډ لوبډلې پر وړاندې مخامخ کېږي.