د هند لومړی وزیر «نریندرا مودي» سبا په دوه ورځني سفر مسکو ته ځي.
د تأس خبري اژانس لیکلي، د کرملین ویاند «دیمیتري پیسکوف» ویلي چې مودي (د جولای له ۸ مې تر ۹مې) مسکو ته راځي.
پیسکوف زیاته کړې چې دا سفر د مسکو او نوې دهلي اړیکو لپاره ډېر مهم دی او د دواړو هېوادونو مشران به غیر رسمي خبرې هم سره ولري.
نریندرا مودي د پرلهپسې درېیمې دورې لپاره د هند لومړی وزیر شو او دا یې لومړی بهرنی رسمي سفر دی.