د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر «فیلیپو ګرانډي» چې دوه ورځې وړاندې پاکستان ته راغلی و، له یو شمېر افغان کډوالو سره تر لیدنې وروسته یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره هم وکتل.
ښاغلي ګراندي پاکستان ته د خپل څو ورځني سفر موخه « له کډوالو ملاتړ» بللی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه لوړپوړي چارواکي له افغان کډوالو سره تر لیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره هم وکتل.