د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمد اکرم اکبري وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۰۰ غواګانې وژل شوي دي.
ښاغلي اکبري زیاته کړه، چې د دغو څارویو له لاسه ورکولو سربېره؛ کرنيزې ځمکې، باغونه، کرنيز کانالونه او د برېښنا يو کوچنی سټېشن ويجاړ شو.
د هغه په وينا، سېلاب ځپلو خپل کورونه پرېښي او زيان يې نه دى اړولى.