د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې، د «سیچوآن» ښار په یو لوی پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دا اور په ځایي وخت پرون (چهارشنبې د سرطان ۲۷مه) ماښام لګېدلی او تر نن سهاره یې دوام کړی دی.
په راپورونو کې ویل شوي چې پېښه په یوه ۱۴ پوړیزه ودانۍ کې شوې او په خپروشویو عکسونو کې فضا ته پراخه پورته کېدونکې لمبې او لوګي لیدل کېږي.
تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو د چینايي چارواکو په وینا چې اور له یوې شپې وروسته کنترول شوی، او په تړاو یې پلټنې پیل شوې دي.