د عدالت نړیوالې محکمې د لومړي ځل لپاره په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د میشت ځایونو او د فلسطیني ځمکو د اشغال په اړه غبرګون ښودلی او له تل ابیب څخه یې غوښتي چې د فلسطیني ځمکو له نیولو څخه لاس واخلي.

دې نړیوالې محکمې پرون (جمعه، د سرطان ۲۹) ویلي، د فلسطیني ځمکو د ترلاسه کولو، په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو د مېشت ځایونو د جوړولو او پراختیا او د دغو سیمو د الحاق او د دایمي کنټرول لپاره د اسرائیلو د څو لسیزو هڅې «غیرقانوني» بللې دي.

دا لومړی ځل دی چې د عدالت نړیواله محکمه د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د میشت ځایونو د جوړولو په اړه غبرګون ښيي

Share.