د استرالیا حکومت د هغو افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي چې غړي یې په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو لخوا د دوی د ماموریت پر مهال وژل شوي وو.
د یاد هېواد حکومت ویلي چې دا غرامت به هغو افغان کورنیو ته ورکول کېږي چې د دوی د ځواکونو لخوا «بېګناه» وژل شوي او یا یې شتمنۍ له منځه وړل شوې دي.
په ۲۰۲۰ کې یو استرالیایي قاضي په یو راپور کې په ډاګه کړې وه چې استرالیایي ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۳۹ بېګناه افغانان وژلي او جنګي جرمونه یې ترسره کړي دي.