د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سخت ورښت او سیلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بامیانو ولایتونه به نن او سبا د ورښت او سیلابونو د راوتلو شاهد وي.

دې ادارې همداراز په یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو اټکل هم کړی دی چې په ځینو سیمو کې به یې د سرعت کچه په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلو مترو پورې وي.

Share.