د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې «اسحق ډار» له ترکمنستاني لوري سره د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ‘د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه دا خبرې’ د دوی د بهرنیو چارو وزیر، اسحق ډار او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر «رشید مرادوف» د کتنې پرمهال شوې دي.

په دې کتنه کې پاکستاني او ترکمنستاني لوري د اقتصاد او انرژۍ پر ودې او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ هم ټینګار شوی دی.

ویل کېږي چې پاکستان او ترکمنستان په سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاريو د پراختیا ژمنه هم کړې او ټینګار یې کړی چې په دې برخو کې به خپلې هڅې ګړندۍ ساتي.

Share.