د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «یاوان» ولسوالۍ کې د موتورسایکل او موټر د ټکر له امله یو سړي ژوند بایللی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند، احسان الله کامګار ویلي چې دا پېښه پرون (سېشنبې د اسد ۲مه) ماښام مهال د یاوان ولسوالۍ اړوند یوه سیمه کې شوې ده.
د کامګار په وینا چې پېښه د یو موتورسایکل او کوماز موټر د ټکر په پایله کې شوې او دواړه چلوونکي اصلاً د پنجشیر ولایت اوسېدونکي وو.
ویل کېږي چې د کوماز موټر چلوونکی د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او څېړنې ترې پیل شوې دي.