پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۳مه) خبر ورکړ چې افغانستان ته د دغه هېواد د بوران صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې پرون د #تورخم له لارې له #بور څخه څه باندې ۴۰۰ موټر تېر شول.
د #پاکستان حکومت څلور کاله وړاندې افغانستان ته د بورې د کمښت او د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول په خاطر خپل صادرات وځنډول.