د ایران سپاه پاسداران هم د دغه هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې له ګډون وروسته د اسماعیل هنیه وژل تایید کړي دي.

اسراییلو تراوسه د اسماعیل هنیه د وژنې په تړاو څه نه‌دی ویلي.

اسماعیل هنیه په قطر کې مېشت و او ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته وربللی شوی و.

د نوموړي ترڅنګ دې مراسمو ته د نړۍ د لسګونو هېوادونو ولسمشران او استازي هم وربلل شوي دي.

اسماعیل هنیه د حماس ډلې وتلې نړیواله څېره وه چې د اسراییلو-حماس جګړه کې یې، خپل درې زامن هم له لاسه ورکړي دي.

Share.