کابل ښاروالۍ وايي، تر استملاک لاندې د خنډونو او کورونو تر پاکولو او له منځه وړلو وروسته یې د امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک (برچي سیمې) او د دیارلسمې ناحیې اړوند قلعه غازي سړک ته د نوي عمومي سړک د جوړولو لومړني کارونه پیل کړي دي.
دغه بنسټ زیاتوي، چې د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل د لویدیځ اقتصادي وده نوره هم اسانه شي او ښاریانو ته به د تګ راتګ ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک عمومي سړک ۳.۸ کیلومتره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او له غازي کلا سره نښلوونکی سړک ۱.۱ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور سرکلر سړک دی چې په ۱۸ میاشتو کې به جوړ شي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.