د سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربتوب د هند کرېکټ ملي لوبډلې ته په دويمه يو ورځنۍ سيالي کې په ۳۲ منډو ماته ورکړه.

هند په دغه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۲.۲ اورونو کې يوازې ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

سريلانکا لوبډلې هند ته د ۲۴۱ منډو هدف ورکړی و.

سريلانکا د درېوو يو ورځنيو سياليو په روانه لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکې دی. لومړۍ لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده.

Share.