د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وينا، دغه پلونه به د هغو ولسواليو او کليو د نښلولو په موخه جوړ شي، چې دغه کانال ترې تېرېږي.
د قوش تېپې کانال د پروژې مسوول، سید ذبیح الله میري و ویل: «پر دویم فاز شپږ موټر تېرېدونکي پلونه په پام کې نیول شوي دي. دغه پلونه د اوسېدونکو د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د نږدې ولسوالیو او کلیو ستونزو ته د رسېدو په موخه جوړیږي.»
ځینې کارپوهان د قوش تېپې کانال په مسیر کې د پلونو جوړېدل مهم بولي او زیاتوي چې دا پلونه کولای شي د کانال په شاوخوا کې د اقتصادي ودې او پراختیا لامل شي.
د اوبو د مدیریت کارپوه، میدالله یلاني و ویل: «دغه پلونه، ددې ترڅنګ چې پر دغې پروژې د څارنې په موخه ښه دي. د دوو لوريو د ولسوالیو او کلیو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم ښه دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي وايي: «هغه څه چې د دغو پلونو د جوړولو په برخه کې مهم دي هغه دقت دی. د پلونو ترمنځ واټن باید داسې ډیزاین شي چې کاروانونو ته د تېرېدو پر مهال ننګونې پېښې نه شي.»
دا مهال د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړي فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
له دغو پلونو یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوي او بل یې د مزار شریف-حیرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادي اهمیت لري.