د هند کرکټ غوره لیګ د لوبغاړو د پيرلو په مراسمو کې تر دې دمه دوه افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.
دغه مراسم چې(یک شنبه،د لېندۍ۴مه)په سعودي عربستان کې پیل شوي چې تر دې دمه په ګڼ شمېر لوبغاړي پلورل شوي دي.
په پرونیو مراسمو کې له افغانستانه تر دې دمه رحمنالله ګربز او نور احمد لکڼوال بولۍ ته وړاندې شوي چې ګربز په خپل اصلي قیمت دوه کروړه هندي روپیو پخوانۍ لوبډلې کلکته نایټ رایډرز واخیست.
دغه راز د افغانستان د کرکټ بل مخکښ توپ اچوونکی نوراحمد د آی پي ایل په بولۍ کې په لس کروړه هندي روپیو له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره یو ځای شو.
سږ کال د آی پي ایل بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي وړاندي شوي دي.
د ویلو ده چې راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټانز لوبډلې په ۱۸ کروړه هندي روپیو له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې سږکال ګڼ شمېر لوبغاړي تر دې دمه په لوړو بیو پلورل شو، خو د رېشب پنټ بیه تر ټولو لوړه وه چې په ۲۷ کروړه هندي روپیو وپلورل شو.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.