د افغانستان کريکټ بورډ د « کابل کريکټ غوره لیګ» لوبغاړی احسان جنت د فساد ضد قانون څخه د سر غړونې له امله ۵ کاله له هر ډول کرېکټ او کرېکټ اړوند چارو څخه منعه کړ.
احسان جنت، دویم پړاو کابل پریمیر لیګ سیالیو پر مهال د فساد ضد نړیوال قانون څخه سرغړونه کړې وه او په خپله ګناه یې اعتراف هم کړی دی.
په لوبو کې د فساد ضد نړیوال قانون د دویمې مادې د لومړۍ فقرې په لومړي جز کې ویل شوي: « کوم لوبغاړی، چې فساد ته ورته کړنو، له نور لوبډلو سره جوړجاړی او فساد ته ورته نورو مواردو کې ښکېل شي؛ نو ۵ کاله هېڅ ډول کرېکټ او د کريکټ اړوند فعالیت نه شي کولی.»
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.