د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد پر کچه د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د چنګاښ د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحليل کړي، چې له مخې يې په ياده مياشت کې د هېواد پر کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳ اعشاریه ۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۴۷ اعشاریه ۵ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدې کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳ اعشاریه ۳ میلیونو ډالرو ته رسېده.

Share.