تېر کال د ۴۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت هېواد کې ١٠٠ چکډېمونه جوړ شوي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو نن په یوه خبرې کنفرانس کې ویلي، تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۰ چکډېمونه جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه چکډېمونه په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې جوړ شوي دي.