د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلېز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي.
نوموړی وایي، د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.
ښاغلی وزير وایي، ټاپي پروژه په ترکمنستان کې بشپړه شوې او د ګازو نل لیکه افغانستان ته غځول شوې ده، افغانستان بشپړ چمتوالی لري چې دغه پروژه پیل کړي.
د ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.
د یادو ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی. بهرنيو چارو وزیر زیاتوي، چې له دغې پروژې څخه به هر کال ۴۵۰ مېلیونه ډالر افغانستان ته د ټرانزیټ په توګه ورکول کېږي. همدارنګه نوموړی وايي، د افغان ـ ترکمن ګډې پروژې چارې او د رېل پټلۍ تر تورغونډۍ رسیدلې دي.

Share.