د یونیسف افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د باور وړ بریښنا سره، طبي تجهیزات کولی شي ځواکمن او دوام پیدا کړي. یاد بنسټ ویلي، چې د ۱۲ ولایتونو د روغتونونو لپاره یې ۱۳ ستر یخچالونه پېرودلي دي. یونیسف نه دي ویلي، چې دا به د کومو ولایتونو روغتونونو ته واستوي، خو زیاته کړې یې ده، چې له دې وروسته په خوندي توګه د ماشومانو لپاره واکسینونه او ژوند ژغورونکي درمل په کې ساتل کیږي.