په ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ بڼوالو ته پر ۴۲۵ جریبه ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس وايي، د نشه يي توکو د بدیل کښت په توګه یې په هر بڼوال د نږدې سل زره افغانیو په ارزښت د بڼوالۍ وسایل هم وېشلي او په وینا یې دغه بهیر به د ننګرهار نورو سیمو ته هم وغځول شي