فاکس نیوز د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې امریکا نه‌غواړي په افغانستان کې د بلې جګړې لیدونکې شي.

دغه راز څرګنده شوې، چې امريکا په دې هېواد کې نور له وسلوالو نښتو ملاتړ نه‌کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند فاکس نیوز ته ویلي: افغانستان له ۴۴ کلونو راپدېخوا په جګړه کې ښکېل و او امریکا نه‌غواړي، چې په دې هېواد کې د جګړو د بیا پیلېدا لیدونکې شي. افغانان هم د جګړې دوام نه‌غواړي.

Share.