د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاون حبیبالله بدر وايي چې دا مهال د هېواد په زندانونو کې ۱۵۰ بهرني وګړي بندیان دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي ۱۱مه کابل کې د دې ادارې د تېر یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد په نوم ډاګه کړي، وویل، دغه بهرني اتباع د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
په ورته مهال د یادې ادارې نورو مسوولانو بیا ډاډ ورکړ چې دا مهال هېواد کې شخصي بندخونې نشته او په وینا یې، بندیان یوازې د دې ادارې اړوند زندانونو کې بندیان دي.