په اتریش کې چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د امنیت وضعیت ته په کتو سره په ځینو قضیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو يا ډیپورټ کولو اجازه ورکوي.

اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی، چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي، چې په دې هېواد کې یې کوم جرم کړی او محکوم شوي وي.

د یادونې ده، چې تېره جمعه جرمني ۲۸ داسې افغانان بېرته کابل ته واستول چې په جرمني کې یې جرمونو کې لاس درلود او په سزا محکوم شوي وو

Share.