پکتیا کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د شاوخوا ۱۰۰ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.
د یاد ولایت امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د قومنداني اړوند، د شنې قطعې ځواکونو له لورې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو سیمو کې د ١٠٠ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.
خبرپاڼه زياتوي ياد لرګي په مختـلف ډوله موټرو کې د تجارت او خرڅلاو په موخه نورو ځايونو ته لېږدول کېدل.
خبرپانه کې زياته شوې چې ځنګلونه عامه او ملي شتمني ده او امنـیتي ځواکونه هڅه کوي د دغې شتـمنۍ ساتنه وکړي.
د ځنګلوهنه د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې، غيرقانوني ګرځول شوې او څوک یې، د پرېکولو اجازه نهلري.
له دې وړاندې هم د شنې قطعې له لوري سلګونه خرواره د سوند لرګيو د قاچاق مخه نيول شوې.