د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو او په سیندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې او سهشنبې په ورځو کې د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ورځو کې په کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم د سېلابونو او د اوبو زیاتوالي اټکل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو سیندونو پر غاړو له اوسېدوونکي غوښتي چې د سېلابونو پر مهال خپل ځانونه او ماشومان خوندي کړي.