یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې بریټانیا اسرائیلو ته د ۳۰ بېلابېل ډوله وسلو او تجهیزاتو په صادراتو او پلور بندیز لګولی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي په دې تړاو ويلي؛ دا يو “څرګند ګواښ” دی، چې ښايي دغه وسلې او تجهيزات له نړيوالو قوانینو جدي سرغړونو کې وکارول شي.
د راپور له مخې په دې وسلو او تجهیزاتو کې د جنګې الوتکو، چورلکو او ډرون الوتکو پرزې هم شاملې دي.