د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سپټمبر په میاشت کې به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په خبر پاڼه کې د غونډې کره نېټه نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو مشره سیما بهاو او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا هم ګډون ولري.
تر اوسه د غونډې د اجنډا جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب لږ تر لږه یو کس ته د وینا کولو بلنه ورکړل شوې ده.