د اوکراین پر پوځي انسټیټیوټ د روسیې د توغندیو په برید کې ۵۰ کسان وژل شوي

د سه شنبې په ورځ د اوکرایین په مرکزي ښار پولتاوا کې د روسیې پر یوه پوځي انسټیټیوټ د دوو بالستیک توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او ۲۷۱ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په غبرګون کې ویلي،”د روسیې غله به خامخا د دې برید لپاره مسول وي.”
د اوکراین دفاع وزارت ویلي، د انستیتوت یوه ودانۍ په جزوي توګه ویجاړه شوې او ډېری خلک د خټو لاندې بند پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې روسیې له دوه نیمو کالونو راهیسې د اوکراین پر خاوره د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته زور ورکړی دی.

Share.