سټنډرډ ملي اداره: د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه د ۷ طرزالعملونو او ۲ مقررو مسوده چمتو شوې
د یادې ادارې مسوولین وایي، د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د اووه طرزالعملونو او دوو مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.
یاده اداره زیاتوي، په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبکستان هېوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیکولو تر څنګ د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیق څخه څارنه او دغه راز د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.