تېر کال کې ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه بې کیفیته نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات د بندرنو له لارې هېواد ته داخل شوي
د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال کې ۳ میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.
ورته مهال یاده اداره وایي، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.