د مرکزي اسیا د نفت او ګازو چینایي شرکت افغانستان ته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ماشينري رالېږي
چین کې د سرپرست حکومت لوی سفیر د مرکزي اسیا د نفت او ګازو چینایي شرکت (CAPEIC) له مشر وین بن لې سره په لیدنه کې افغانستان کې د تیلو استخراج په روان بهیر او د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د یاد شرکت مشر دې لیدنه کې د تېلو د استخراج پروژې بشپړ عملي کیدل مهم بللي او ویلي یې دي چې نږدې راتلونکې کې به د یادې پروژې د چارو لا ښه والي په موخه افغانستان ته د شاوخوا ۱۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل ولېږدوي.