د میدان وردګو ولایت بڼوال وایي، چې د شلیل مېوې نیالګیو کېنولو ته یې مخه کړې، ځکه په خبره یې حاصل یې زیات او په بازارونو کې په ښه بیه پلورل کیږي. د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین له خلکو غوښتنه کوي، چې د مڼو تر څنګ شلیل، ناک او د ګیلاسو ونې کېنوي، تر څو د ښه حاصل سربېره غوره عاید هم ترلاسه کړي. مسوولین وايي، د دې ولایت بڼوال تازه د شلیل میوې کېنولو ته مخه کړې او ډاډ ورکوي، چې یادې میوې ته به لا ښه بازار پیدا کړي.