د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي او د نوري فایبر، سیایبري امنیت او د ټکنالوژۍ اړوندو موضوعاتو په اړه يې خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر دغه کتنه کې څرګنده کړې، هڅه کوي چې د هېواد انټرنیټي چاپېریال امنیت ټینګ کړي او په خبره یې دغه برخه کې د سایبري جرمونو لاربراتوار جوړ شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې خواجه عوضوف د نوري فایبر د مزي غځولو او سایبري امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغانستان او ترکمنستان ګډ کار ستایلی دی.

Share.