د ونزویلا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د اپوزیسیون مشر ادموندو ګونزالس اسپانیا ته تښتېدلی او هلته یې، د پناه‌غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه، سپټمبر نهمه په یوه راپور کې ویلي چې ګونزالس ونزویلا کې د رامنځته شوي، سیاسي کړکېچ له امله اسپانیا ته تښتېدلی دی.

ونزویلا کې د جولای ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته دغه هېواد کې سیاسي او ډيپلوماټیک کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی. په دې ټاکنو کې د ونزویلا واکمن نېکلاس مادرو یو ځل بیا بریالی اعلان شو.

د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ګونزالس چې د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر مادورو بری ننګوي، له خپلې مېرمنې سره یوځای د یاد هېواد تورخون اردوز پوځي اډه کې ښکته شوی دی.
په برېټانیا کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر زلمی رسول پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په لندن کې د افغانستان سفارت د کوربه هېواد په غوښتنه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷مه به په رسمي توګه وتړل شي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو چې د زمري له نهمې نېټې وروسته په لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسې، ايټاليا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د دغو استازولیو قونسلي خدمتونه له مرکز سره د نه همغږۍ له امله د منلو وړ نه دي.

Share.