اوچا: افغانستان کې نږدې یو پر دریمه برخه کورنۍ په ناکافي سرپناه کې ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) د اېکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، افغانستان کې نږدې یو پر دریمه برخه کورنۍ په ناکافي سرپناه کې ژوند کوي.
یاد دفتر ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د ۱،۷ میلیون خلکو ته د بیړني سرپناه چمتو کولو لپاره د ۲۲۷ میلیون ډالرو غوښتنه وکړې چې تر اوسه یوازې ۱۴،۶ میلیون ډالر یې ترلاسه کړي.

Share.