د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت دقوشتیپې – درزآب سړک د رغونې چارې پیل شوې
د ټولکټو وزارت ویاند وایي، د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې – درزآب سړک رغونې چارې په دریوو لاټونو کې د تولګټو وزارت لخوا د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې.
دغه سرک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپې ولسوالي څخه پیل او ددغه ولايت تر درزآب ولسوالي پورې رسیږي.
سرچینه وایي، رغنیزو چارو کې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د ویالو د رغونې کار هم پکې شامل دی.
د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې کمې د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک اوخوندي لیږد-رالیږد کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

Share.