هریس له ټرمپ سره د ولسمشرۍ دوهمه ټاکنیزه مناظره غواړي
د کاملا هریس د کمپاین غړو ویلي چې نوموړې غواړي له پخواني ولسمشر سره په دویمه ټاکنیزه مناظره کې برخه واخلي.
له پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د کاملا هریس له مناظرې وروسته چې د سهشنبې په شپه په ABC نیوز ټلویزون ژوندۍ خپره شوه، هریس ورسره یو ځل بیا مناظرې غوښتنه کړې ده.
مناظره کې ټرمپ د کاملا هریس پالیسۍ او څرګندونې وغندلې او وې ویل، اوس د دې وخت دی چې «زموږ د هېواد لپاره د نوي نسل مشرتابه وړاندیز وکړي.»
ټرمپ د افغانستان او د کډوالۍ مسلو په اړه د بحث په اوږدو کې په هریس نیوکه وکړه او نوموړې یې د امریکا په تاریخ د بدې مرستیالی په نوم ونوموله.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې اته اونۍ وخت پاتې دی