د ماهیپر په عمومي لاره یو روغتیایي مرکز او د لارې د روښانتیا په موخه څراغلرونکي ستنې جوړیږي.
د کابل ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، ددې ولايت مرستیال والي د کور.نیو چارو وزارت د نړيوالو مرستو رئيس مولوي اکبرجان سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې د کورن.يو چارو وزارت استازي ويلي، یاده پروسه به د UNDP موسسې په مالي مرسته د ماهیپر پر لویه لاره پیل شي چې په خبره يې، په ترڅ کې به يې يو مجهز روغتيايي مرکز او د لارې په اوږدو کې څراغلرونکې ستنې جوړې شي