د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال هرات ته د سفر په ترڅ کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ له کارونو لیدنه کړې
نوموړي له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې پر یادې پروژې دې جدي څارنه کوي. د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې لومړی لاټ چې ۴۳کیلومټره اوږدوالی لري د ۵۷میلیونه ډالرو په ارزښت یې قرار داد شوی دی چې دا مهال یې کارونه ۶۵سلنه پرمخ تللي دي.